د خیبرپښتونخوا ایالت اعلی وزیر امین ګنډاپور پرون جمعه په بنو کې د امن پرلتوالو ته وویل چې په ټول ایالت کې به هېڅ ډول پوځي عملیاتو ته اجازه ورنه کړي.
د خیبرپښتونخوا اکثرو سیاستوالو او ګوندونو د پوځي عملیاتو له پیلېدو سره مخالفت کړی دی.
د پاکستان مرکزي حکومت او پوځ ویلي چې د "عزم استحکام" په نوم به پراخ پوځي عملیات پیل کړي.
ګنډاپور د بنو پرلتوالو ته په وینا کې وویل چې د امنیتي ځواکونو لهخوا به په پښتونخوا کې د خلکو پر کورونو د چاپو او په لړ کې یې د عامو بې ګناه خلکو نیونې ودرول شي.
ده همداراز وویل چې نورو وسلهوالو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي او یوازې پولیس پرېږدي چې د خلکو امنیت وساتي.