هاریس په غزه کې له نتنیاهو د ژر اوربند غوښتنه وکړه

د عکس ښي لور ته د امریکا د ولسمشر مرستیاله کاملا هاریس او چپ لور ته د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو

د امریکا د ولسمشر مرستیالې کاملا هاریس د اسراییل له صدراعظم څخه وغوښتل چې ژر تر ژره په غزه کې له حماس سره پر اوربند سلا وکړي چې په غزه کې په لسګونو برمته خوشې شي.

امریکا او اروپایي ټولنه حماس د ترهګرې ډلې په توګه پېژني.

هاریس چې پرون یې په سپینه ماڼۍ کې له بنیامین نتنیاهو سره وکتل، دا هم وویل چې له هغه سره یې خبرې ښکاره او ګټورې وې.

هاریس په دې کتنه کې د اسراییل د ځان د دفاع د حق ننګه وکړه، خو په غزه کې یې د تېرو نهو میاشتو جګړې په ترڅ کې د خراب بشري وضعیت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه.