راپور: پنټاګون اوکراین ته د پوځي مهماتو د استولو په اړه په خپلو محاسبو کې تېروتنه کړې

د پنټاګون ودانۍ

د امریکا د حکومت په یو راپور کې راغلي چې پنټاګون، اوکراین ته د دوو میلیاردو په ارزښت د وسلو، توغندیو او نورو پوځي مهماتو د استولو په اړه په خپلو محاسبو کې تېروتنه کړې ده.

د امریکا د حکومت د حساب ورکولو دفتر راپور چې پرون پنجشنبې د جولای ۲۵مه خپور شوی٬ ښيي چې د امریکا دفاع وزارت اوکراین ته د استول شویو دفاعي مهماتو په ارزونه کې تېروتنه کړې ده.

په ۲۰۲۳م کال کې پنټاګون ویلي وو، د میلیاردونو ډالرو په ارزښت اوکراین ته د استولو شویو مهماتو په جدول کې د "بدلولو ارزښت" پرځای د "استهلاک ارزښت" استفاده شوی دی.

اوس پنټاګون وايي، د دې تېروتنې په سمونې سره کولی شي اوکراین ته د دوو میلیاردو په ارزښت نورې اضافي وسلې او مهمات واستوي څو د بایډن ادارې له خوا ټوله تصویب شوې مرسته اوکراین ته ورسېږي.