په پاریس کې د المپیک لوبې نن د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د لوبغاړو په ګډون پیلېږي

ارشیف

په پاریس کې د المپیک لوبې نن جمعه د اسد په ۵ مه د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د څه باندې ۱۰ زره ۵۰۰ لوبغاړو په ګډون پیلېږي.

د افغانستان په استازیتوب په دغو سیالیو کې د درېیو نجونو په ګډون شپږ افغان لوبغاړي ګډون کوي.

خو د طالبانو حکومت ویلي چې دا ښځینه ورزشکارانې په رسمیت نه پېژني.

یوه له دغو ښځینه ورزشکارانو یولدوز هاشمي وايي چې د المپیک په سیالیو کې د ګډون له لارې غواړي د هغو ۲۰ میلیونه افغان مېرمنو استازیتوب وکړي چې د دې په وینا په افغانستان کې له خپلو اساسي حقونو بې برخې دي.

هغې ویلي چې غواړي نړۍ ته وښيي چې افغان مېرمنې په هر حالت کې ستر هدف ترلاسه کولای شي.

یولدوز هاشمي له خپلې خور فریبا هاشمي سره د پاریس المپیک د بایسکل ځغلونې په سیالیو کې ګډون کوي.

په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په دغه هېواد کې پر ښځو او نجونو د نورو بندیزونو د ترڅنګ د نجونو او ښځو پر ورزش هم بندیز لګول شوی دی.