د طالبانو د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر وايي چې د شاه او عروس، پاشدان او کمال خان بندونو کار بشپړ شوی او سږ کال به له دغو بندونو څخه استفاده پیل شي.
د دغو بندونو کار د افغانستان د جمهوري حکومت پر مهال پیل شوی او تر ډېره بشپړ شوی و.
د طالبانو د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر عبداللطیف منصور د کار ملي کنفرانس ته، چې د چهارشنبې په ورځ په کابل کې پرانیستل شو، وویل، په درېیو کلونو کې د ۴۵۰ میګاواټه برښنا د تولید قراردادونه لاسلیک شوي دي.
د شاه اوعروس بند د کابل په شکردره ولسوالۍ کې دی او د یو اعشاریه ۲ میګاواټه برښنا د تولید ترڅنګ ۲زره ۷۰۰ هکتاره مځکه خړوبولی شي.
پاشدان او کمال خان بندونه پخوا بشپړ شوي، خو اوبلارې یې نه دي بشپړې شوي.
دا په داسي حال کې ده چې د ایران د اوبو د صنعت ویاند عیسی بُزرګزاده وايي چې د ایران د اوبو د حق په اړه د اسلامي جمهوریت د چارواکو او طالبانو ترمنځ خبرې نوي پړاو ته رسېدلي دي.
د ایران دولتي خبری اژانس (ایرنا) پرون راپور ورکړ چې بزرګزاده وویل، د ایران هیله دا ده چې د کمال خان بند بیا ډیزاین او په جوړښت کې بدلون راوړل شي.