د طالبانو د دفاع او کورنیو چارو وزیران وايي چې په افغانستان کې ټولې موجودې وسلې خوندي دي او باید هیڅوک یې په اړه اندېښنه ونهلري.
د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر ملامحمدیعقوب مجاهد پرون پنجشنبې د درې ګونو امنیتي او دفاعي قواوو د ستاینې په غونډه کې وویل څوک چې د وسلو او وسایطو په اړه اندېښنه ښيي، هغوی هڅه کوي چې په دې توګه خلک په دوی بېباوره کړي.
تر دې مخکې د جولای په ۱۸مه نېټه د امریکا پخواني ولسمشر او جمهوریپال ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ یو وار بیا ادعا وکړه چې امریکا په افغانستان کې د ۸۵ میلیارد ډالرو په ارزښت پوځي وسایل پرېښودل او دا وسلې اوس په بازارونو کې پلورل کېږي.
د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراجالدین حقاني هم د وسلو د خوندیتوب ډاډ ورکړ او په عین حال کې یې وویل چې د ده تر مشرۍ لاندې د کورنیو چارو وزارت ۲۳۰زره پولیس لري.