ترکیې ته کډوال شوی یو ایرانی مورخ بېرته ایران ته د استولو ګواښ سره مخ دی

ایرانی مورخ علي اصغر حقدار

ایرانی مورخ علي اصغر حقدار چې د ۲۰۰۹م کال له اعتراضونو وروسته ترکیې ته کډوال شوی و، له دې ګواښ سره مخ دی چې بېرته ایران ته واستول شي.

حقدار چې چاپ شوی کتابونه لري او له ۱۳ کلونو راهیسې په ترکیه کې اوسېږي د روان کال د جون په ۱۳مه په استانبول کې ونیول شو او د کډوالو یوه کمپ ته واستول.

هغه پرون د ازادي راډیو فردا څانګې ته وویل چې محکمې په موقتي ډول د ده د خلاصېدو غوښتنه رد کړې.

د حقدار مدافع وکیل صالح افه فردا ته وویل، ده د محکمې د حکم پر وړاندې د استېناف غوښتنه کړې خو هغه په عین حال کې خبرداری ورکړ چې که دا غوښتنه هم رد شي نو ایران ته د حقدار د بېرته لېږلو امکان ښايي زیات شي.

حقدار تېره میاشت فردا راډیو ته ویلي وو چې دی په استانبول کې په کډوالو پسې د پولیسو د چاپو پر مهال نیول شوی دی.

حقدار د ۲۰۰۹م کال له لانجمنو انتخاباتو وروسته هغه مهال له ایرانه ووت چې د ده او ګڼ شمېر نورو لیکوالو او ژباړونکو نومونه د پراخو مظاهرو د پاروونکو کسانو په لېست کې چې ښايي د استخباراتو وزارت چمتو کړی و، افشا شول.