د شمالي امریکا د هوايي دفاع پوځي مرکز پرون وویل، متحدهایالاتو او کاناډا پرون وروسته له هغه خبرداری ورکړ چې دوه روسۍ او دوه چینایۍ جټ الوتکې د الاسکا هوايي قلمرو ته نژدې ولیدل شوې.
دې مرکز په یوه بیان کې وویل، دا الوتکې یې د جولای په ۲۴مه کشف او وموندلې.
په بیان کې راغلي دي، دې الوتکو ته د یوه ګواښ په سترګه نه کتل کېږي ځکه په نړیوال فضايي حریم کې وې او د امریکا او کاناډا هوايي حریم ته نه وې ننوتې، خو بیان زیاتوي چې دواړه هېوادونه په شمالي امریکا کې ټول حرکات څاري.