پاکستاني چارواکو د تورخم د بندېدو اړوند راپورونه رد کړي دي

تورخم دروازه - ارشیف

په ننګرهار کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند نن وویل، په تورخم کې د پاکستان امنیتي ځواکونه، هغو ناروغانو ته چې په میډیکل ویزو پاکستان ته ځي له تورخم څخه د اوښتو اجازه نه ورکوي او د طالبانو تر ادارې لاندې باختر اژانس د دې لارې د پوره بندېدو خبر ورکړی و.

خو په تورخم کې د پاکستان د مرکزي تحقیقاتي ادارې FIA مرستیال مشر یاسرخان نن د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل، پر تورخم یوازې د هغو کسانو مخه نیول کېږي چې په جعلي میډیکل او تحصیلي ویزو، د پاکستان خاورې ته د ننوتو هڅه کوي.

د نوموړي په وینا چارواکو په تېرو درې ورځو کې سل تنه چې جعلي میډیکل او تحصیلي ویزې یې لرلې بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي.

نوموړی ډاډ ورکوي چې تورخم د ټولو هغو کسانو پر مخ خلاص دی چې اصلي اسناد لري.

یاسرخان زیاتوي چې ناروغان تورخم ته له رسېدو سره سم د پاکستان ویزې ترلاسه کوي او د لاریو ډرېوران په ځانګړو کاغذونو تګ راتګ کوي او هيڅ بندیز پرې نه‌شته.