د اسراييل صدراعظم نن له ولسمشر جوبايډن سره ګوري

د عکس ښي لور ته د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو او چپ لور ته د امریکا ولسمشر جوبایډن

ټاکل شوې د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو نن پنجشنبه له اوږده انتظار وروسته د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره وګوري.

اسوشیتید پریس خبري اژانس لیکلي، سپینه ماڼۍ کې پلان شوي دغه ملاقات کې ښايي د امریکا مرستیاله ولسمشره او ټاکنو ته د دیموکرات ګوند نومانده کامالا هریس هم ګډون ولري.

له کله چې ۲۰۲۰ کال کې پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ له سپینې ماڼۍ وتلی، دا لومړی ځل دی چې د اسراییل صدراعظم دغې ماڼۍ ته ورځي.

دا لیده کاته داسې مهال ترسره کېږي چې پر همدې درې واړو سیاستوالو فشارونه زیات شوي چې د غزې نهه میاشتنۍ جګړه چې ترڅ کې يې څه باندې ۳۹ زره کسان وژل شوي، پای ته ورسوي.

نتنیاهو پرون د کانګرس ګډې غونډې ته داسې مهال وینا وکړه چې د کانګرس دننه یوشمېر کسانو او بهر زرګونه کسانو په غزه کې د اسراییل له روانې جګړې سره مخالفت څرګند کړ.

اسراییل د تېر کال په اکتوبر کې وروسته تر هغه پر غزې بریدونه پيل کړل چې حماس وسله‌والې ډلې چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګر بولي، پر اسراییلو غلچکي برید سره ۱۲۰۰ شاوخوا کسان ووژل او ۲۵۰ نور یې برمته کړل.