د پاريس المپيکي سياليو کې د دوو خويندو په ګډون درې افغانې نجونې برخه لري

انځور - ارشيف

د پاریس په المپیکي سیالیو کې دوه بایسکل ځغلونکې افغان خویندې یولدوز هاشمي او فریبا هاشمي هم ګډون لري.

یولدوز هاشمي رویټرز ته ویلي، دا غواړي چې په افغانستان کې د شته ۲۰ میلیونه ښځو چې په خبره یې له لومړنیو حقونو بې‌برخې دي، استازیتوب وکړي.

خبر کې چې تېره شپه خپور شوی، وړاندې د یولدوز په حواله راغلي، دا غواړي په المپیکي لوبو کې نړۍ ته وښيي چې افغان ښځې له بدو شرایطو سره - سره کولای شي لویو اهدافو ته ځانونه ورسوي.

د پاریس لوبې د اوړي د المپیک لومړنۍ لوبې دي چې، واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته ترسره کېږي.

ټاکل شوې دغه لوبې چې د ټولې نړۍ شاوخوا لس‌نیم زره لوبغاړي په‌کې په دوه دېرش ډوله لوبو کې سیالي کوي، سبا جمعه پيل شي.

د افغانستان له‌خوا د درې نجونو په ګډون شپږ لوبغاړي ګډون لري، خو د طالبانو حکومت وایي، د افغان نجونو ګډون د دوی استازیتوب نه‌کوي.