شهباز شريف: د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف ګوند د پوځ پر ضد تبليغات کوي

د پاکستان صدراعظم شهباز شريف

د پاکستان صدراعظم د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند تورن کړ چې، د هېواد او پوځ پر ضد کمپاین کوي او دا په هیڅ ډول د زغملو نه‌دی.

شهباز شریف دا خبره پرون د کابینې په غونډه کې وکړه.

تر دې خبرو دوې ورځې مخکې د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چوهدري په یوه خبرې غونډه کې د دوی پرضد کمپاین ته د ډیجیټل ترورېزم نوم ورکړ او ویې ویل چې دا کسان د ترهګرو په څېر پوځ په نښه کوي.

د پوځ د دې ادعا په اړه د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان له زندانه په خپاره کړي پيغام کې ویلي چې، د پاکستان نوي فیصده خلک د دوی له ګوند سره دي او دغو ټولو ته د ډیجیټل ترهګرو خطاب د پوځ او عامه خلکو ترمنځ واټن زیاتوي او د کرکي د خپرېدو سبب کېږي.

عمران خان له پاکستانه د بنګله‌دېش بېلېدو ته په اشارې وویل، په نولس سوه اویایمو کلونو کې هم پوځ د ولس د یوې لویې برخې پرضد عملیات کړي وو چې بدې نتیجې یې درلودې، نو که اوس هم د هېواد یوې لویې برخې ته ترهګر وویل شي، پایلې به یې خطرناکه وي.