ملګري ملتونه: په ټولنيزه او اقتصادي برخه کې د افغان مېرمنو ناهيلي ډېره شوې

ارشيف

ملګروملتونو په یوه راپور کې ویلي دي، چې په افغانستان کې اتیا په سلو کې ښځې د مهمو موضوعاتو په اړه له سیمه‌ییزو چارواکو سره له تعامله بې‌برخې شوې دي.

دغه راپور په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستندویه پلاوي ( یوناما)، د ملګرو ملتو د ښځو څانګې او د مهاجرت نړیوال سازمان له لورې چمتو شوی دی چې، د چهارشنبې په ورځ خپور شو.

دغو درې ادارو د افغانستان په درې دېرش ولایتونو کې له اته سوه اته اتیا ښځو او یوشمېر نارینه‌و سره د مخامخ مرکو په بنسټ دا راپور چمتو کړی دی.

په‌دې راپور کې ویل شوې دي چې په اجتماعي، اقتصادي او د ژوند په نورو بېلابېلو برخو کې د افغان مېرمنو د وضعیت په اړه د تېر یوه کال په پرتله ناهیلي زیاته شوې ده.