ټاکل شوې سبا پاريس کې د المپيک سيالۍ پيل شي

د المپيک سياليو ته منسوب يو بېنر

ټاکل شوې ده چې سبا د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د دوه زره څلرویشتم کال د المپیک لوبې پرانیستل شي.

په‌دې المپیک کې به شاوخوا لس زره پنځه سوه لوبغاړي د مډالونو د ترلاسه کولو لپاره سیالي سره وکړي.

په دوی کې شپږ لوبغاړې د افغانستان دي، چې درې یې نجونې دي.

د طالبانو حکومت ویلي دي چې، د المپیک په لوبو کې د افغان نجونو ګډون د دوی د حکومت استازیتوب نه‌کوي.

د پاریس په المپیک کې به دوه دېرش ډوله مسابقې د اګست تر یوولسمې ترسره شي.

دا درېیم ځل دی چې پاریس د اوړي د المپیک د نړیوالو لوبو کوربه کېږي، تر دې مخکې په نولس سوه میلادي کال کې بیا په نولس سوه څلرویشتم میلادي کال کې د فرانسې پلازمېنه د المپیک د لوبو کوربنه وه.