پاکستان له څلور کلن ځنډ وروسته افغانستان ته بوره صادره کړه

ارشيف

د راپورونو له‌مخې په تېرو څلورو ورځو کې تر څلور سوه ډېر په بورې بار لارۍ د تورخم له لارې افغانستان ته داخلې شوې دي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړ چې، پاکستان به د اګست تر نیمایي پورې یولک او پنځوس زره ټنه بوره افغانستان ته صادره کړي.

په پاکستان کې دننه د بورې قېمتونه لوړ دي او پاکستاني امنیتي چارواکو د پېښور- تورخم په لویه لار ګزمې پیل کړې دي چې څوک دا بوره بېرته د پاکستان داخل ته قاچاق نه‌کړي، خو راپورونه وایي چې د دې ټولو تدابیرو سربېره د دې بورې یو مقدار بېرته د پاکستان دننه په قاچاقي ډول پلورل کېږي.