د چمن-سپین بولدک دروازه کې د تګ راتګ پر وړاندې لا هم محدودیتونه او خنډونه شته

د چمن - سپین بولدک لار خلاصه شوې، خو په ساعت کې پنځو کسانو ته د تېرېدو اجازه ورکول کېږي.

د چمن-سپین بولدک پر دروازه له ویزې او پاسيورټ پرته تګ راتګ پیل شوی، خو محدودیتونه او خنډونه لا هم شته.

په سیمه کې د مشال راډیو خبریال وايي، نن چهارشنبې د جولای ۲۴مه په چمن کې په شناختي کارتونو او تذکرو تګ راتګ پیل شوی، خو دا بهیر خورا ورو روان دی.

د هغه خبره، په چمن کې د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره ده او په یو ساعت کې پنځه کسانو ته اجازه ورکول کېږي چې له دروازې تېر شي.

په چمن کې نهه میاشتنی پرلت د جولای په ۲۱مه وروسته تر هغې پای ته ورسېده، چې د پرلت غړو او مشرانو وویل، حکومت ورسره د پخوا په څېر په شناختي کارتونو او تذکرو تګ راتګ مني.

خو د پاکستان حکومت رسماً تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په داسې حال کې چې په چمن کې پرلت پای ته رسېدلی، خو لا هم د کوز جنوبي وزیرستان په انګور اډه کې خلک په پرلت ناست دي.

د دوی په خبره، ورته اجازه نه ورکول کېږي چې په شناختي کارتونو او تذکرو له کرښې تېر شي.

د پاکستان حکومت د تېر کال په اکټوبر کې اعلان وکړ چې د نومبر له لومړۍ نېټې څخه له افغانستان سره د تګ راتګ لپاره قانوني سفري اسناد لرل لازمي کوي.

د حکومت د دې پرېکړې پر ضد لومړی په چمن او بیا په انګور اډه کې پرلتونه پیل شول.