تاجکستان وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې څه باندې ۳زره تاجک کارګرو روسیې ته د ننوتو اجازه نه ده ترلاسه کړې.
د دې هېواد د ملکي او هوايي چلند ادارې مشر حبیب الله نظرزاده نن چهارشنبې د جولای ۲۴مه خبریالانو ته وویل، دا کارګر د ورسیې له هوايي ډګره په دې تور چې په اسنادو کې يې ستونزې وې، بېرته راستانه کړای شوي دي.
وروسته له هغې چې د مسکو په لمن کې د مارچ په میاشت کې د یوه کنسرت پر سالون په برید کې تاجکي وګړي ښکېل وګڼل شول، په روسیه کې دننه او روسیې ته د سفر پر مهال د تاجکستان اتباع له ګڼو بندیزونو سره مخامخ دي.
په هغه برید کې شاوخوا ۱۴۰ کسان وژل شوي وو.