د ازادي راډيويي مجلې د دې اوونۍ په خپرونه کې به واورئ چې محقق، شاعر او لیکوال همېش خلیل ومړ.
د ګیلهمن وزیر په ویر کې ویل شوي شعرونه او مقالې چاپېږي چې له ترتيبوونکو سره يې خبرې شوي دي.
دغه راز استاد نصرالله ستانکزی تاسو د حقوقي اصطلاحاتو له تاریخ او د دې اصطلاحاتو له ستونزو خبروي.
په خپرونه کې به دا هم واورئ چې په خوست کې د کتاب علمي بهیر په یوه لېسه کې کتابتون پرانیست.
په خپرونه کې نور ادبي او فرهنګي مطالب هم شته.
ازادي راډيويي مجله چې هره اوونۍ يې احمد شيبر چمتو کوي، د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو يې اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5