پر اوکراین د روسیې تازه بریدونو کې دوه تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي

د برید ځای ته منسوب تصویر

سیمه‌يیزو چارواکو نن د (جولای ۲۴مه) ویلي، د ایزومایل پر دانیوب بندر د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د دې بندر زیربناوې ویجاړې شوي دي.

د چارواکو په خبره، د خرسون په سیمه کې یوه ۷۷ کلنه ښځه وژل شوې ده.

بل پلو، د خارکیف ښاروال پر خپل ټلېګرام ویلي، په‌دې ښار کې توغندیزو بریدونو یو ملکي وګړی وژلی دی.

د اوکرایین په جنوب کې د اودیسه والي وايي، د روسیې بې‌پیلوټه الوتکو د ایزومایل پر دانیوب بندر چې د اوکرایین د غلو دانو د صادراتو لپاره خورا مهم بندر دی، بریدونه کړي چې درې کسان په‌کې ټپیان شوي او د دې بندر زیربناوي يې ویجاړې کړي دي.