د افغانستان پاسپورټ په نړۍ کې تر ټولو کم اعتباره پاسپورټ وبلل شو

د افغانستان پاسپورټ

هنلي پاسپورټ انډیکس موسسې د افغانستان پاسپورټ په نړۍ کې ترټولو کم اعتباره او د سنګاپور تر ټولو با اعتبار پاسپورټ بللی دی.

دې سازمان پرون سه‌شنبې (د جولای ۲۳مه) په خپلې تازه ارزونه کې ویلي، پخوا افغان پاسپورټ لرونکو ۲۷ هېوادونو ته پرته له ویزې سفر کولی شو، خو په تېرو شپږو میاشتو کې دا شمېر ۲۶ ته راښکته شوی دی.

په ازرونه کې بیا د سنګاپور پاسپورټ یو ځل بیا د نړۍ تر ټولو با اعتباره پاسپورټ یاد شوی، چې وګړي يې کولی شي ۱۹۵هېوادونو ته بې له ویزې سفر وکړي.

فرانسه، جرمني، ایټالیا، جاپان او هسپانیه له سنګارپور وروسته هغه هېوادونه دي چې وګړي يې ۱۹۲ هېوادونو ته له ویزو پرته سفر کولی شي.

هنلي پاسپورټ انډیکس یوه نړیواله موسسه ده چې د پاسپورټونو ځواک د هغو هېوادونو د شمېر پر اساس ارزوي چې د یو هېواد وګړي ورته پرته له ویزې سفر کولی شي.