د ملاتړ ترلاسه کولو هيله؛ د اسراييل صدراعظم د امريکا کانګرس ته وينا کوي

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو نن د امریکا کانګرس ته په دې هیله وینا کوي چې د غزې د جګړې د دوام لپاره د متحده‌ایالتونو ملاتړ ترلاسه کړي، که څه هم دی دا وینا داسې مهال کوي چې د ولسمشر جوبایډن اداره له ده غواړي چې له حماس ډلې سره د سولې پر موافقه تمرکز وکړي.

امریکا غواړي اسراییل له حماس سره چې امریکا او اروپايي ټولنه یې یوه تروریستي ډله بولي، په غزه کې له نهو میاشتو راهیسې پیل شوې جګړه د خبرو له لارې حل کړي.

د اسراییل د صدراعظم د وینا چارې جمهوریپالو وکیلانو چې د استازو په جرګه کې اکثریت دي، تنظیم کړې دي او هغوی د تود هرکلي ډاډ ورکړی.

نتنیاهو به د نړۍ لومړی مشر وي چې د څلورم ځل لپاره د کانګرس ګډې غونډې ته وینا کوي، خو ډېری ډیموکراتان او خپلواک وکیلان پلان لري چې د هغه وینا تحریم کړي.