د امریکا په کانګرس کې د ډیموکراټانو دوو جګپوړو مشرانو په رسمي توګه د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره د امریکا د متحدهایالتونو د ولسمشر له مرستیالې کامالا هریس څخه خپل ملاتړ اعلان کړی.
د جمهوري غوښتونکو کاندید پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلي چې، له مېرمن هریس سره به مناظره وکړي.
په سنا کې د اکثریت د ډموکراتانو مشر چک شومر او د استازو په جرګه کې د ډموکراتانو مشر حکیم جیفریز د سهشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې اعلان وکړ چې، دوی د اغلې هریس د نوماندۍ ملاتړ کوي.
تر دې مخکې رویټرز خبر ورکړی و، چې د امریکا د شپږو ایالتونو واليانو، چې د ډیموکراټانو مهمې څېرې دي، هم د مېرمن کامالا هریس د نوماندۍ ملاتړ کړی دی.
د اسوشیټیډ پریس لهخوا ترسره شوې نظرپوښتنه ښېي چې د ډیموکراتیک ګوند د پلاوي ۲۵۰۰ غړي چمتو دي، چې د مېرمن هریس د وروستۍ کاندیدۍ ملاتړ وکړي او که چېرې دا ډله د ډیموکراتانو ملي کنوانسیون پورې خپل نظر بدل نهکړي، مېرمن هریس به په رسمي توګه د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د ډموکراټانو کاندیده شي.
دا شنبه، ولسمشر جوبایډن د مخکښو دیموکراتانو او مالي ملاتړ کونکو له اوږده داخلي فشار وروسته له ټاکنیز کمپاین څخه ووت او دا پرېکړه یې د امریکا او ډموکراټ ګوند په ګټه وبلله.