د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، له پنځلس کلن ځنډ وروسته به د عینک د مسو کان د استخراج چارې د روانې اوونۍ تر پایه پیل شي.
د دغه وزارت ویاند همایون افغان د سهشنبې په ورځ پر خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې، د عینک د مسو کان چینایي قراردادي "MJAM" به په افغانستان کې دننه د دغه کان د پروسس چارې ترسره کوي.
هغه لیکي: "قراردادي شرکت مکلف دی چې د ۲۰۰۸ کال د ژمنو پر بنسټ، د وروستي او سل فیصده پروسس سربېره، د دې اوونۍ په پای کې له کوم خنډ او ځنډ پرته د نړۍ د مسو په یوه تر ټولو لوی کان کار پیل کړي."
هغه زیاته کړه، د عینک د مسو کان د عملي کار په پیلېدو سره به ۳ زره هېوادوالو ته په مستقیم ډول او ۱۰ زره نورو ته به په غیر مستقیمه توګه د کار زمینه برابره شي.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د جولای په ۱۷مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي و چې، د چینايي کمپنۍ مشر سونګ وینبینګ او د دغه وزارت سرپرست هدایت الله بدري د عینک د مسو د کان په اړه خبرې کړې دي.