ايراني چارواکو افغانستان سره پر پوله د دېوال جوړولو خبر ورکړی

د افغانستان پولې ته نږدې د ايران يوه پوسته

ایراني چارواکو له افغانستان سره پر پوله د ۳۰۰ کیلومتره دېوال د جوړولو خبر ورکړی.

مهر دولتي اژانس راپور ورکړی چې، د ایران د پیاده ځواکونو عمومي قومندان جنرال مهدي شېردل سه‌شنبه له افغانستان سره پر پوله خراسان رضوي ولایت ته سفر کړی او د دېوال د جوړولو چارې یې کتلي.

جنرال مهدي ویلي، دا دېوال د افغانستان د پولې په اوږدو کې ۳۰۰ کیلومتره اوږد او څلور متره لوړ دی چې چارې یې ژر ختمیږي.

ایراني چارواکو ویلي، د دغه دېوال د جوړولو هدف د دوی په خبره د امنیت د لا ټینګښت، د مخدره موادو د قاچاق او د ناقانونه کډوالو د راتګ مخنیوی دی.