د پروان ولايت په مرکز چاريکار ښار کې اورلګېدنې لس دوکانونه سوځولي دي.
د پروان د والي وياند حکمت شميم په خپله ایکسپاڼه لیکلي، اور سهشنبه شاوخوا درې بجې د ښار درېیمې ناحیې کې ولګېد.
د پروان د امنيې قوماندانۍ د اور وژنې مسوولينو ویلي، چې اور یې مړ کړی او د زیات خپرېدو مخه يې نيول شوې ده.
خو پهدې پېښه کې د مرګژوبلې په اړه څه نهدي ویل شوي.
په اعلامیه کې راغلي چې، د پېښې زیانمنو د مرستې غوښتنه کړې ده.
تر دې مخکې د جمعې په ورځ هم د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ وېش بازار د يوې لويې اورلګېدنې شاهد و، چې له امله يې تر دوه نیمو زرو زيات دوکانونه سوځېدلي دي.