د اروپا د هواپېژندنې یوه اداره وايي، تېره یکشنبې د جولای ۲۱مه د نړۍ په کچه تر ټولو توده ثبت شوې ورځ وه.
د اروپايي ټولنې د کوپرنیک د اقلیمي بدلون د خدماتو مرکز نن اعلان وکړ چې، د ځمکې د کرې د تودوخې متوسطه درجه پهدې ورځ د سانتي ګراد ۱۷،۰۹ درجې وه، پهداسې حال کې چې د تېرکال په جولای کې د تودوخې لوړه درجه ۱۷،۰۸ وه.
په تېره یوه اوونۍ کې د تودوخې څپې د متحدهایالاتو، اروپا او روسیې پراخې سیمې وسوځولې.
کوپرنیک مرکز رویټرز خبري اژانس ته تایید کړې ده چې، د تېرکال په جولای میاشت کې د دوی لهخوا د تودوخې ثبت شوی ریکارډ، د یکشنبې په ورځ مات شو.
دا مرکز له ۱۹۴۰ کال راهیسې د هوا حالات څاري.