روسيه کې د دغه هېواد ملي سرود ته د سپکاوي په تور اته کسان جريمه شوي

د روسیې په کاباردینو- بالکاریا سیمه کې اته کسان په هغه تور چې د دې هېواد ملي سرود ته سپکاوی بلل شوی، جریمه شوي.

سیمه‌يیزو چارواکو ویلي چې، دا کسان د ملي سرود له اړوندو مقرراتو د سرغړونې په خاطر په درې زره روبل چې ۳۴ ډالره کېږي، جریمه شوي دي.

دا کسان وروسته له هغه تورن شول چې د روانې میلادي میاشتې په لومړیو کې د کاباردینو بالکاریا د یوه منځني ښوونځي د فراغت د مراسمو ویډیو پر انټرنیټ خپره شوه.

په ویډیو کې ښکاري چې یوشمېر زده‌کوونکي او د هغو میندې پلرونه د ملي سرود په درناوي له خپلو څوکیو اوچت نه شول او یوشمېر نورو د ملي سرود د خپرېدو پرمهال خپل غوږونه په ګوتو بند کړي وو.

په‌دې اړه د څېړنو غوښتنه د روسیې د پارلمان غړي اندرې کارتاپولوف کړې وه.