د اوکراين د بهرنيو چارو وزير چين ته تللی

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیتري کولېبا

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیتري کولېبا د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د چین د هڅو د څرنګوالي په اړه د خبرو لپاره پېکېنګ ته تللی دی.

د مسکو او چین ترمنځ اړیکې د اوکراین د جګړې له پیلېدو وروسته پیاوړي شوي دي.

که‌څه هم چین ویلي چې په‌دې جګړه کې بې‌پرې دی او د امریکا او د لوېدیځ د نورو هېوادونو برعکس له هيڅ لوري سره مرسته نه‌کوي، خو د پېکېنګ او مسکو نژدې مشارکت د دې سبب شوی چې ناټو چین د اوکراین په جګړه کې د مسکو د مهم ځواکمنوونکي په توګه معرفي کړي.

تمه ده چې چین ته د کولیبا سفر به د راروانې جمعې تر ورځې دوام وکړي.

د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته دا لومړی ځل دی چې کولېبا چین ته سفر کوي.