روسيې د اوکراين د ۲۵ بې‌پيلوټه الوتکو د نسکورولو ادعا کړې

د مسکو یوه څنډه کې د بې‌پیلوټه الوتکې د برید له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

د روسیې دفاع وزارت وايي، د هوايي مدافعې ځواکونو یې نن سهار د اوکراین ۲۵ بې‌پیلوټه الوتکې ویشتلې او نسکورې کړې دي.

دې وزارت په یوه بیان کې ویلي دي چې، څلور ډرونونه یې د بریانسک او بېلګورد سیمو په فضا کې ویشتلي او ۲۱ نور یې د مسکو تر ولکې لاندې په اشغال شوې کریمیا ټاپووزمه او د تور سمندرګي سواحلو ته نژدې شنډ کړي دي.

په عین حال کې د سیواستوپول روس پلوي والي میخایل روز ووژایف په یوه جلا بیان کې ویلي دي، د کریمیا پر ښار هم د ۱۵ ډرونونو په وسیله برید وشو چې په نتیجه کې یې پر کرچ نومي پله چې مسکو د کریمیا له اشغال وروسته ورغاوه، تګ راتګ وځنډېد.

بل‌خوا اوکراین ویلي چې، روسیې تېره شپه د دې هېواد په شمال ختیځه سومي سیمه کې پر مهمو تاسیساتو برید وکړ، خو په‌دې اړه یې جزییات نه‌دي ورکړي.