داسې مهال چې په افغانستان کې ښځې په اکثر دولتي ادارو کې د کار له حق څخه بېبرخې شوي، د طالبانو د حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار لومړی ملي کنفرانس جوړ کړی.
پهدې کنفرانس کې چې نن په کابل کې پرانیستل شو د سرپرست حکومت یوشمېر چارواکو او د خصوصي سکتور او یوشمېر نړیوالو موسسو استازي ګډون لري.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، پهدې کنفرانس کې به د بې روزګارۍ او خلکو ته د کاري فرصتونو د جوړولو د تګلارو په اړه بحث وشي.
پر افغانستان د طالبانو له واکنمېدو وروسته نه یوازې ښځو ته په ډېری دولتي او نړیوالو موسسو کې د کار اجازه نهشته، بلکې نارینه هم له بې روزګارۍ څخه شکایتونه کوي.