سي‌پي‌جی: د طالبانو حکومت دې افغان ژورنالېست رحیم سعیدي له بنده خوشې کړي

US-NOBEL-JOURNALISM

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې "CPJ" د طالبانو پر سرپرست حکومت غږ کړی چې افغان ژورنالېست رحیم سعیدي ژر تر ژره له بنده خوشې کړي.

"CPJ" په یوه بیان کې د سعیدي د یوه پخواني همکار له قوله لیکي، نوموړی ژورنالېست چې د انار میډیا په نوم د یوټیوب چینل چلوونکی دی، د جولای په ۱۴مه له خپل خبریال زوی سیدوارث سعیدي او د حسیب په نوم له فلم اخیستونکي سره یوځای د طالبانو د استخباراتو له‌خوا نیول شوی دی.

د بیان له‌مخې حسیب او د سعیدي زوی له دوو ورځو وروسته خوشې شول خو رحیم سعیدي لاهم په نامعلوم ځای کې ساتل کېږي.

"CPJ" وايي، د طالبانو استخبارات باید سعیدي سمدستي او بې له کوم شرطه خوشې او په افغانستان کې د خبریالانو ځپل بند کړي.

د طالبانو حکومت تراوسه د سعیدي د نیولو په اړه څه نه‌دي ویلي.