ټاکل شوې جوبایډن د پنجشنبې په ورځ د اسراییل له صدراعظم سره وګوري

د امریکا ولسمشر جوبایډن

ټاکل شوې د امریکا ولسمشر جوبایډن د پنجشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د اسراییل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره وګوري.

رویټرز خبري اژانس بېګا ناوخته د یوه امریکایي چارواکي په حواله دغه خبر ورکړی دی.

بایډن له تېرې چهارشنبې راهیسې په کورونا اخته دی او په دیلاور کې خپل کور کې اوسیږي، خو ټاکل شوې نن سه‌شنبه واشنګټن ته ولاړ شي.

د اسراییل صدر اعظم چې پرون امریکا ته رسېدلی دی، د چهارشنبې په ورځ د امریکا د کانګرس ګډې غونډې ته وینا کوي.

نوموړی داسې مهال د امریکا په سفر وتلی چې جوبایډن د غزې په جګړه کې د هغه پر یوشمېر جګړه‌ییزو تګلارو نیوکې کړې دي.