د امریکا د ډیموکرات ګوند یوشمېر مهمو مشرانو په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د جوبایډن د مرستیالې کامالا هریس د کاندیداتورۍ ملاتړ کړی دی.
د استازو جرګې غړې او د دغې جرګې پخوانۍ پياوړې مشرې نانسي پلوسي پرون په یوه بیان کې ویلي، دا په لېوالتیا سره د آغلې هریس د نوماندۍ ملاتړ کوي.
په نانسي پلوسي سربېره د میشیګن، ایلینویس، کینټکي او مرلنډ والیانو او یوشمېر سناتورانو هم د کامالا هریس د کاندیداتورۍ په پلوۍ ورته څرګندونې کړې دي.
د امریکا ولسمشر جوبایډن د یکشنبې په ورځ په یوه بېساري ګام کې راتلونکو ټاکنو ته له کاندیداتورۍ لاس په سر شو او خپله مرستیاله کامالا هریس یې ځای ناستې نومانده وټاکله.
د ډیموکرات ګوند د نوماند یا نوماندې په اړه وروستۍ پریکړه به د دغه ګوند په څلور ورځنۍ ملي کنګره کې کېږي چې د راتلونکې اګست میاشتې په ۱۹مه په شیکاګو کې پيلیږي.