کرکټ بورډ: ای‌سي‌سي د افغانستان ملي لوبډله وستایله

ای سي سي د افغانستان ملي لوبډله وستایله

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې ویلي، د کرکټ نړیوالې شورا "ای‌سي‌سي" په وروستي نړیوال جام کې د افغانستان ملي لوبډلې سیالۍ ستایلي دي.

د دوشنبې په ورځ د جولای په ۲۲مه نېټه د کرکټ بورډ په خپاره شوي خبر کې ویل شوي دي، د ای‌سي‌سي په کلنۍ غونډه کې چې په سریلانکا هېواد کې ترسره شوه د نورو کرکټ ادارو د مشرانو ترڅنګ په‌کې د دې ادارې مشرتابه هم ګډون کړی و.

خبر زیاتوي: "په یاده ناسته کې د کرکټ نړیوالې شورا مشرتابه او ټولو غړیو هېوادونو له لوري په نړیوال جام کې د افغان لوبډلې د وروستیو لاسته راړنو ستاینه وشوه."

دغه راز په خبر کې راغلي دي چې، افغان لوري د سویلي افریقا، نیوزیلینډ او ویسټ اینډیز د کرکټ له مسولینو سره تر چمپینز ټراپۍ وړاندې د لوبلړیو د ترسره کولو خبرې هم کړې دي.

په‌دې خبر کې د سریلانکا او بنګله‌دېش له الف او پاکستان او متحده‌عربي اماراتو سره د نوولس کلنو ځوانانو په لوبلړیو هم خبرې شوې دي.

د ویلو ده چې د یادې ناستې بشپړ جزیات لا د کرکټ نړیوالې شورا له رسنیو سره نه‌دي شریک کړي.