د اسراييل پوځ د غزې په "بشري زون" سيمه کې د عملياتو د پيلولو خبر ورکړی

غزه کې يو اسراييلي پوځي

د اسراییل پوځ د غزې تړانګې له هغې سیمې د خلکو د وتلو امر کړی چې د بشري زون په توګه بلل کېږي.

پوځ ویلي، د حماس د جنګیالیو پر ضد عملیات پيلوي نو ځکه یې د دې سیمې خلکو ته د وتلو امر کړی.

حماس د امریکا او اروپايي ټولنې له‌خوا ترهګر سازمان ګڼل کېږي.

د اسراییل پوځ ادعا کړې چې حماس له‌دې سیمې د اسراییلو په لور د راکټونو د توغولو لپاره کار اخیست.

په بشري زون کې ختیځه برخه مواسي هم شاملیږي.

ګڼ فلسطینیان د اسراییلو په تېرو شاوخوا لس میاشتنیو بریدونو کې څو څو واره د امن سیمو د لټون په هدف بې‌ځایه شوي.