پاکستان د يو بل کال لپاره د راجستر شويو افغان کډوالو د اوسېدو موده رسماً تصويب کړه

د پاکستان حکومت د یوه بل کال لپاره د افغان راجستر شویو کډوالو د اوسېدو د مودې د غځولو پرېکړه رسماً تصویب کړه.

د پاکستان د حکومت په خبرتیا کې چې د ازادي راډیو خبریال ته هم رسېدلې ویل شوي، د فدرال کابینې د پرېکړې په دوام دوی د ۲۰۲۵ کال د جون تر ۳۰مې د راجستر افغان کډوالو د اوسېدو موده غځوي.

پاکستان کې یو میلیون او درې سوه زره افغانان راجستر کارټونه لري، اته لکه نور کډوال بیا د افغان تابعیت کارتونه لري.

د پاکستان د حکومت د ادعا پر اساس څه باندې یو میلیون نور افغان کډوال هلته ناقانونه اوسیږي چې دوی یې ایستلو ته ژمن دي.

پاکستان د تېر کال له نومبر راهیسې شاوخوا شپږ نیم لکه افغانان له خپلې خاورې ایستلي دي.