بدخشان کې د پسانو رمه له غره لوېدلې او تلف شوې ده

په بدخشان کې د پسانو رمه چې شمېر یې یو نیم زرو ته رسېده له غره لوېدلې او تلف شوې ده.

بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ذبیح‌الله امیري ویلي چې، پېښه په نسی ولسوالۍ اړوند یوې غرنۍ سیمه کې شوې.

امیري ویلي دا یو نیم زر پسونه له یوه ۴۰۰ متري غره لاندې لویدلي او څښتنانو ته یې ټول ټال ۲۰ میلیونه افغانۍ تاوان اوښتی.

اټکل کېږي چې رمه به د شپې تیاره کې د لېوانو له لاسه تورېدلي وي او د تښتې په وخت له غره لاندې لوېدلې.