یوه ترکۍ موسسه له کابل ښاروالۍ سره د هوايي پلونو د ډیزاین په برخه کې همکاري کوي

د ترکيې ملي بيرغ

یوه ترکۍ موسسه له کابل ښاروالۍ سره د هوايي پلونو د ډیزاین په برخه کې همکاري کوي.

د طالبانو ترکنټرول لاندې باختر اژانس د دوشنبې په ورځ خبر ورکړ چې، د کابل ښاروالۍ معین ډاکټر صدرالدین تاجک د ترکیې د تیکا موسسې له مشر فضل آکین اردوغان سره په کابل کې د هوايي پلونو د طرحې او پراختیايي پروګرامونو په اړه خبرې کړي.

دغه هوايي پلونه د ښار له ګڼې ګوڼې ډکو سیمو کې د خلکو لپاره د اسانتیا او د ترافیکي پېښو د مخنیوي په هدف جوړیږي.