ملګري ملتونه وايي، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې ۲۹۲ کسانو ته د ماینونو او مهماتو په چاودنو کې مرګژوبله رسېدلې.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر "OCHA" په یوه راپور کې زیاته کړې چې د قربانیانو ۸۸ فیصده ماشومان دي.
لهدې ډلې د راپور لهمخې ۵۵ فیصده د لوبو پر مهال او ۱۵سلنه یې د اوسپنې د راټولولو پر مهال مړه او ټپیان شوي.
کابل، ننګرهار، هرات، غزني او کندهار د ماینونو د چاودنې له لحاظه تر ټولو زیان منونکي ولایتونه پېژندل شوي دي.