د امریکا د خفیه خدماتو د ادارې مشرې د مخکېني ولسمشر ډونالډټرمپ د وژنې هڅه په تېرو څو لسیزو کې د دې ادارې تر ټولو ستره ناکامي بللې ده.
کیمبرلي چیتل نن د استازو جرګې د څار او احتساب په کمېټه کې د وکیلانو د پوښتنو په ځواب کې وویل، دا پېښه په تېرو څو لسیزو کې د امریکا د خفیه خدماتو د ادارې تر ټولو لویه عملیاتي ناکامي وه.
هغې زیاته کړه چې د دې ادارې د مشرې په توګه د دې پېښې ټول مسوولیت دا مني.
د توماس کروک په نوم یوه شل کلن ځوان د جولای په ۱۳مه نېټه د پنسلوانیا ایالت په بټلر ښار کې د انتخاباتي کمپاین له یوې غونډې څو سوه متره لیرې د یوې ودانۍ له سره پر ټرمپ د نیمه اتومات وسلې په ذریعه ډزې وکړې.
کروک سمدستي د خفیه خدماتو د ادارې د یوه مامور په ډزو ووژل شو.