د روسیې یوې محکمې د ازادې اروپا/ازادي راډیو خبریاله "السو کورماشېوا" په شپږنیم کاله بند محکومه کړه

د ازادي راډیو د روسي څانګې خبریاله السو کورماشېوا چې دا مهال روسیه کې بندي ده.

د روسیې یوې محکمې د ازادې اروپا/ازادي راډیو خبریاله السو کورماشېوا د روسیې د پوځ په اړه د ناسمو خبرونو د خپرولو په تور په شپږنیم کاله بند محکومه کړه.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له‌مخې د مېرمن کورماشیوا د حبس حکم تېره جمعه په کازان ښار کې اعلان شو او په همدې ورځ په ایکاترینبورګ ښار کې د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې ایوان ګریشګوویچ د جاسوسۍ په تور په ۱۶ کاله بند محکوم شو.

کورماشېوا چې د امریکا او روسیې دوه ګونی تابعیت لري، د ازادي راډیو د تاتار، باشکیر څانګې لپاره کار کاوه.

د ازادې اروپا/ازادي راډیو لوی مشر ستیفان کاپوس له اسوشیتدپریس سره په خبرو کې د السو کورماشېوا محاکمه او حکم، پر عدالت ملنډې بللي او غندلي یې دي.

ښاغلي کاپوس په یوه بیان کې چې اسوشیتید پریس خپور کړی ویلي چې، کورماشېوا باید ډېره مخکې خوشې شوې وای او له خپلې کورنۍ او عزیزانو سره یوځای شوې وای.