فرانسوي چارواکو د المپيک لوبو پر مهال د اسراييلي لوبغاړو د امنيتي خونديتوب خبر ورکړی

د فرانسې د کورنیوچارو وزیر وايي، د پاریس د المپیک لوبو پرمهال به اسراییلي لوبغاړو ته ۲۴ ساعته امنیتي خوندیتوب ورکړل شي.

جرالډ درمانین دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې یوه کیڼ پالي افراطي وکیل وویل، د اسراییلو د لوبغاړو ډله په فرانسه کې د منلو نه‌ده او په المپیک کې د هغو د ګډون پر ضد یې د اعتراضونو غوښتنه وکړه.

د پاریس المپیک د راروانې جمعې په ورځ (د جولای ۲۶مه) پیلېږي او دا په‌داسې حال کې ده چې په اروپا کې د اوکراین او غزې د جګړې له کبله امنیتي اندېښنې زیاتې شوې دي.