کابل کې د روسيې سفير: افغانستان سره پر افغانيو او روبل راکړه ورکړه کوو

د افغانستان لپاره د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف

په کابل کې د روسیې سفیر وايي چې، د امریکاله بندیزونو سره د مقابلې لپاره له افغانستان سره پر افغانۍ او روبل راکړه ورکړه کوي.

دیمیتري ژیرنوف پرون (یک‌شنبې) تاس خبري اژانس ته وویل، د افغانستان او روسیې ترمنځ سوداګري راکړه ورکړه په غوړېدو ده.

ده زیاته کړه، روسیه او افغانستان له بندیزونو سره مخامخ دي او په راکړه ورکړه کې له ډالرو څخه کار نه اخیستل یو انتخاب دی.