یوې زلزلې نن تر غرمې مخکې د افغانستان شمال ختیځ ولایتونه ولړزول

یوې زلزلې چې شدت یې د ریښتر په کچه ۴ اعشاریه ۶ درجې و، نن تر غرمې مخکې د افغانستان شمال ختیځ ولایتونه ولړزول.

د امریکا د جیالوژیکي سروې د راپور له‌مخې، د دې زلزلې مرکز د تخار ولایت په فرخار ولسوالي کې تر ځمکې ۲۰۶ کیلومتره لاندې و.

تر اوسه پورې د دې زلزلې له کبله د احتمالي مرګ‌ژوبلواو تاوانونو په اړه څه نه‌دي ویل شوي.