خلک: د سپين بولدک - چمن دروازه لا هم تړلې ده

د سپين بولدک - چمن دروازه

د چمن اوسېدونکي او کاروباریان وایي، د سپین بولدک - چمن دروازه لا هم تړلې او دوی ته پر افغاني تذکرو او شناختي کارت د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي.

دا په‌داسې حال کې ده چې پرون (یک‌شنبې) د چمن د پرلت مشرانو اعلان وکړ چې خپل لس میاشتنی پرلت په‌دې خاطر پای ته رسوي چې د پاکستان د بلوچستان د کورنیو چارو پخواني وزیر ملک عنایت‌الله کاسي پرلتوالو ته اعلان وکړ چې د پاکستان حکومت د مذاکراتو په نتیجه کې ورسره منلې چې، خلک د پخوا په ډول د چمن - سپین بولدک پر دروازه پر پاکستاني شناختي کارت او افغاني تذکرو تګ راتګ کولی شي.

نن د چمن سلګونو اوسېدونکو او د کرښې د دواړو غاړو کاروباریانو دروازې ته په‌دې تمه مراجعه وکړه چې هغه به پرانيستل شوې وي، خو د پاکستان حکومت له پاسپورته پرته د تګ راتګ اجازه ورنه‌کړه.

له بلې خوا په سپین بولدک کې د طالبانو یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل، د پاکستان د حکومت په پرېکړه کې کوم بدلون نه‌دی راغلی.

د سرچینې په وینا، خلکو ته اجازه نه ورکول کېږي چې له پاسپورت پرته پر تذکرو او شناختي کارت تګ راتګ وکړي.

سرچینې وویل، خلک دې له رسمي خبرتیا پرته پر اوازو باور نه‌کوي.