د افغانستان په ۱۲ ولايتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د راوتلو وړاندوينه شوې

پروان کې د باد او توپان يو انځور

د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت د هوا پېژندنې ادارې په ۱۲ ولایتونو کې د سختو بارانونو، تندر، برېښنا، توپان، دوړو او سېلونو وړاندوینه کړې ده.

دې ادارې نن (دوشنبې) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې، بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، پنجشېر، پروان، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، پکتیکا او خوست هغه ولایتونه دي چې د باران، توپان او احتمالي سېلونو اټکل په‌کې شوی دی.

د ادارې د معلوماتو له‌مخې، په بېلابېلو سيمو کې د ورښت اندازه به له ١٥ څخه تر ٣٥ ملي مترو پورې وي.