د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو نن د زمري میاشتې په لومړۍ نېټې واشنګټن ته روان شو.
ټاکل شوې چې نوموړی د دغه سفر پر مهال د امریکا کانګرس ته وینا وکړي.
دغه سفر داسې مهال ترسره کېږي چې د امریکا ولسمشر جوبایډن په سږنیو ولسمشریزو ټاکنو کې له کاندیداتورۍ لاس په سر شو او بل لورته د غزې جګړه لا هم روانه ده.
بایډن د یکشنبې په ورځ پر خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر یوه بیان کې وویل، ده د امریکا د ولسمشر په توګه د بیا ټاکل کېدو اراده درلوده، خو اوس په دې باور دی چې د ډیموکرات ګوند او د امریکا په ګټه به وي چې له سیالۍ ووځي.
هغه خپل ټاکنیز کمپاین په داسې حال کې پای ته ورساوه چې هغه د ډیموکرات ګوند د غړو تر سخت فشار لاندې و ځکه له ډونالډ ټرمپ سره مناظره کې کمزوری وبرېښېد.
بایډن له خپلې مرستیالې کمالا هاریس څخه خپل ملاتړ اعلان کړی او هغه یې ځایناستې نومانده ټاکلې ده.