د ازادۍ جبهې په بغلان کې د دوو طالبانو د وژلو او یوه ټپي کولو ادعا کړې

د افغانستان په عمومي نقشه کې د بغلان ولایت موقعیت

د افغانستان د ازادۍ جبهې په نوم د طالبانو د حکومت یوه مخالفه ډله ادعا کوي چې بغلان کې یې د طالبانو پر یوه لوړپوړي غړي او د دغه ولایت د ټرانسپورټ پر مشر ملا زرین ګوجر برید کړی دی.

دغې جبهې پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې وسله والو یې د یکشنبې په ماښام په پلخمري ښار کې دغه برید کړی چې ترڅ کې یې دوه طالبان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

وړاندې راغلي چې د زرین ګوجر د برخلیک په اړه کره معلومات نه لري.

طالبانو تراوسه د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي.

ازادي راډيو هم نه شي کولای چې په خپلواکه توګه دغه خبر تایید کړي.