حزب الله د اسراییلو په لور د راکټونو توغولو خبر ورکړی

د حزب الله جنګيالي

د لبنان حزب الله ډله وايي٬ د یکشنبې په ورځ یې د اسراییلو په لور بې پیلوټه الوتکې یا ډرون او راکټونه توغولي دي.

دې ډلې ویلي دا کار یې د اسراییلو تر بریدونو وروسته کړی دی.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې اسراییل ویلي چې د دغه هېواد هوايي ځواکونو د یکشنبې په سهار د لبنان د حزب الله ډلې د وسلو دوه زېرمې تر برید لاندې ونیولې.

د اکټوبر له اوومې راهیسې چې د امریکا او اروپايي ټولنې له خوا ترهګر ګڼل شوې ډلې حماس پر اسراییلو برید کړی او اسراییلو یې په غچ کې په غزه باندې پراخ بریدونه پيل کړل، حزب الله ډلې تقریباً هره ورځ د حماس په ملاتړ د اسراییلو په لور ډزې کړي.

د فرانسې خبري اژانس د راپورونو له مخې په لبنان کې د اکټوبر له میاشتې راهیسې لږ تر لږه ۵۱۸ کسان وژل شوي.

اکثر وژل شوي وسله وال جنګیالي وو، خو ۱۰۴ ملکیان هم په کې شامل دي.

د اسراییلي چارواکو په خبره، ۱۸ اسراییلي عسکر او ۱۳ ملکیان هم په اسراییلو کې وژل شوي دي.