د نورستان په منډول ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره د ټیلیفون اسانتیاوې چمتو شوې.
په نورستان کې د طالبانو د مخابراتو رییس خالد فاتح ازادي راډیو ته وویل چې افغان بیسیم شبکې په منډول کې د ټیلیفوني خدماتو د وړاندې کولو لپاره یو انتن ولګاوه چې ورسره د منډول شاوخوا اویا فیصده خلک د ټیلیفوني اړیکو له اسانتیا برخمن شول.
د منډول اوسېدونکي وايي، پخوا به يي خپلو خپلوانو او دوستانو سره د اړیکې لپاره په ساعتونو مزل کاوه څو داسې ځاي ته ورسېږي چې هلته ټلیفون کار ورکړي.
منډول د نورستان لوېديځه برخه کې پرته ولسوالي ده چې شاوخوا ۱۳۵۰۰۰ نفوس لري.